د روغتیا نړیوال سازمان نري رنځ په افغانستان کې یوه لویه ننګونه بولي

6 حمل 1403 ساعت 8:23

د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دا ناروغي لا هم په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.


د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دا ناروغي لا هم په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.

دغه سازمان پرون یکشنبې د وري ۵ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نري رنځ یوه د مخنیوي او درملنې وړ ناروغي ده، خو که پر وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي، وژونکې هم کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې سازمان په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، له دې شمېرې څخه د نري رنځ شاوخوا ۷۶ زره نورمالې پېښې او ۳۷۰۰ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پېښې تشخیص شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د نري رنځ نړيواله ورځ هر کال د مارچ په ۲۴ مه نېټه لمانځل کېږي، څو په دې اړه د پوهاوي کچه لوړه شي او د دغې نړيوالې وبا د ختمولو هڅې وشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com