طالبانو پاکستان کې د چینايي اتباعو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده

8 حمل 1403 ساعت 8:58

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې د چينايي اتباعو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او له چينايانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.


د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې د چينايي اتباعو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او له چينايانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

دغه وزارت نن چهارشنبې د وري ۸ مه په یوه بیان کې ویلي، د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا کې د ملکي وګړو پر بس په برید کې د څو چینایي اتباعو پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه او د دغه هیواد له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده وي.

طالب ډلې ویلي، دا ډول پېښې د سیمه ییزې همکارۍ د کمزوري کولو هڅه ده او د سیمې هېوادونه باید د دې همکارۍ مخالفانو ته اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کړي.

باید وویل شي، چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د پوځیانو پر یوه بس برید کې شپږ چینايي وګړي وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com