د مقاومت جبهه: په بغلان کې مو د طالبانو یو قومندان وواژه

9 حمل 1403 ساعت 10:42

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې د طالبانو یو قوماندان او د هغه ساتونکي وژلي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې د طالبانو یو قوماندان او د هغه ساتونکي وژلي دي.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو د سه شنبې په ورځ د وري په ۷ مه د غور لپاره د طالبانو د والي د ساتونکو قومندان مولوي صدیق الله له خپل یوه ساتونکي سره وژلی دی.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه طالب قوماندان د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د مقاومت د ځواکونو له خوا ووژل شو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com