د پنجشیر ولایت د طالبانو د ډلې سیمه ایزو چارواکو اعلان وکړ چې دغې ډلې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد د پروژې سروې پیل کړې ده.
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو ډلې د والي مطبوعاتي دفتر نن یکشنبې د وري ١٢مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې کابل ته د پنجشېر د بحر د دوه متر مکعب اوبو د لېږدولو د ١٢٠ کيلومتره پروژې سروې پيل شوې ده.
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکيم د طالبانو د دغې ډلې د انرژۍ او اوبو وزارت د سروې او ډيزاين له مسوول او د ترکيې د ګلوبل شرکت (SKM) د پلاوي له مشر سره وکتل.
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو والي وويل چې ولايتي اداره چمتو ده چې د پنجشېر له بحيرې څخه کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې د پيل او دوام په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.
د طالبانو د انرژۍ، اوبو او برېښنا وزارت د سروې او ډيزاين مشر محمد عارف مومند وويل، چې د پنجشېر له بحيرې څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه يوه له مهمو او سترو پروژو څخه ده، چې له برخو څخه پيلېږي. له بازارک څخه او د کابل په تره خېلو تنګي کې پای ته رسېږي چې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره مساحت لري.
هغه وويل، چې د يادې پروژې له يوه شرکت سره د تړون په لاسليک سره به په نږدې راتلونکي کې د دې پروژې عملي کار پيل شي او په بشپړېدو سره به يې د کابل ولايت د څه باندې دوه ميليونو خلکو د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
جمهورخبري آژانس