د روغتیا نړیوال سازمان د کندهار میرویس روغتون ته درمل او تجهیزات ورکړل

13 حمل 1403 ساعت 8:23

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د کندهار ميرويس روغتون ته يې ۸۵ ټنه درمل او طبي وسايل ورکړل.


د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د کندهار ميرويس روغتون ته يې ۸۵ ټنه درمل او طبي وسايل ورکړل.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په مرسته شويو طبي وسايلو کې بيړني کټونه، د غير ساري ناروغيو او د جراحۍ او جامو سيټونه شامل دي.

اعلامیې زیاته کړې چې میرویس روغتون د افغانستان د سویلي سیمو شاوخوا شپږ میلیونه وګړو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو یواځینی لوړ پوړیز روغتون دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com