هرات کې د ماین چاودنه؛ ۷ ماشومان مړه او ژوبل شول

13 حمل 1403 ساعت 8:28

په هرات کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د ماين د چاودنې له امله اووه ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.


په هرات کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د ماين د چاودنې له امله اووه ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه پرون یکشنبې د وري ۱۲ مه غرمه مهال د رباط سنګي ولسوالۍ د خواجه ترکستان په کلي کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې په دې پيښه کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغو ماشومانو له ناچاودو توکو سره لوبې کولې.

سرچينې زياته کړې، چې د دې چاودنې ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له جګړې څخه د پاتې شوو توکو د چاودنې له امله ګڼ شمېر ماشومان هم قرباني شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170612

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170612/

جمهور
  https://www.jomhornews.com