طالبانو خوست کې ۶ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي

13 حمل 1403 ساعت 14:19

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په خوست ولايت کې يې شپږ تنه د خيانت په تور په عام محضر کې په دورو محکوم کړي دي.


د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په خوست ولايت کې يې شپږ تنه د خيانت په تور په عام محضر کې په دورو محکوم کړي دي.

دغې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغو کسانو ته د یکشنبې په ورځ په عام محضر کې ۱۲ دُرې، چې هر یو یې ۳۹ دُرې وهلې، ورکړل شوي دي.

د طالبانو محکمې د دغو کسانو تورونه یو خیانت بللی دی. خو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 170633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com