جان اڅکزی:

طالبان له امریکایی استخباراتی قراردادیانو سره همکاری کوی

13 حمل 1403 ساعت 14:47

د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وايي، افغان طالبان د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي.


د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وايي، افغان طالبان د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي.

نوموړي نن دوشنبې د وري ۱۳ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د همدې همکارۍ پر بنسټ طالبانو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره په کندهار کې اډه جوړه کړې ده.

د هغه په ​​وينا، طالبانو دغه اقدام د داعش له خراسان څانګې سره د مبارزې په موخه کړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار او کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د نامعلومو بې پیلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه خپاره شوي دي.

خو؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، "بې له شکه دا الوتکې د امریکا اړوند دي او له نږدې هېوادونو څخه افغانستان ته ننوتي دي، ټول هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت وپېژني او د دې یرغل مخه ونیسي."

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com