د طالبانو د ډلې اداري مرستیال محمد هاشم الکوزي سره وکتل

15 حمل 1403 ساعت 9:28

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یوه خبریال محمد هاشم الکوزي سره په کتنه کې وویل چې دغه ډله د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره جدي کار کوي.


د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یوه خبریال محمد هاشم الکوزي سره په کتنه کې وویل چې دغه ډله د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره جدي کار کوي.

الکوزي نن چهارشنبې د وري ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د طالبانو تر واک لاندې وي، نو د هېواد ټولې رسنۍ به د اسلام د دين او ملي ګټو په چوکاټ کې په ټاکل شوې ازادۍ سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

الکوزي له طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې ټولنيز وضعيت او پراختيايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال وویل، طالبان مسوولیت لري چې د خلکو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي او د اسلام او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو له فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل چې د طالبانو امارت هڅه کوي چې ټولنیز وضعیت ښه کړي او د امکاناتو په چوکاټ کې انکشافي پروژې پلي کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com