خوست او کندهار کې پنځه تنه د طالبانو له خوا په دورو وهل شوي دي

15 حمل 1403 ساعت 9:32

د طالبانو ستره محکمه وايي، دوه تنه يې په دغه ولايت کې او درې تنه يې په کندهار ولايت کې په عام محضر کې وهلي دي.


د طالبانو ستره محکمه وايي، دوه تنه يې په دغه ولايت کې او درې تنه يې په کندهار ولايت کې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

دغې محکمې د وري ١٤مه، د يوې خبرتيا په خپرولو سره ويلي چې په خوست ولايت کې هغه دوه کسان چې پد "لواطت" په تور نيول شوي دي په دورو وهل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې له دغو کسانو څخه یوه ته په ۳۹ دورو او ۱۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوې ده. او بل ته په ۲۵ دورو او ۵ میاشتو بند سزا اورول شوې ده.

بل خوا د طالبانو محکمې ویلي، چې په کندهار ولایت کې یې هم ۳ تنه په چړو وهلي دي.

په اعلاميه کې پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170686

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170686/

جمهور
  https://www.jomhornews.com