د افغانستان په خبریال احمد حنایش پاکستان کې برید شوی

16 حمل 1403 ساعت 9:20

د افغانستان خبریال احمد حنایش د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په نښه او ټپي شو.


د افغانستان خبریال احمد حنایش د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په نښه او ټپي شو.

د ښاغلي حناش ملګرو تایید کړې چې نوموړی په اسلام اباد کې د وسله والو له خوا په نښه شوی دی.

د دوی په خبره، په دې پېښه کې ښاغلی حنیش په سر او پښه ټپي شوی دی.

نوموړی اوس د اسلام اباد په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د دې پیښې عوامل او انګیزه لا تر اوسه معلومه نه ده.

باید وویل شي، چې ښاغلی حنایش د ازادي راډیو خبریال دی او په افغانستان کې د دوو سیمه ییزو راډیوګانو اداره کوي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 170740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com