نبیل: د غزني چاودنه د القاعدې پر غړو د بې پیلوټه الوتکې برید وو

16 حمل 1403 ساعت 9:26

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وايي، د تېرې یکشنبې په ورځ چاودنه د القاعده شبکې د غړو د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله شوې ده.


د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وايي، د تېرې یکشنبې په ورځ چاودنه د القاعده شبکې د غړو د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله شوې ده.

ښاغلي نبیل تیره شپه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا برید په پاکستان کې له یوې اډې څخه شوی چې پکې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې غړي په نښه شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو چې هدف یې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره د پاکستان، هند، میانمار او بنګله دیش له حکومتونو سره جګړه کول دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په راپور کې ويل شوي وو، چې دغه چاودنه د يکشنبې په ورځ د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې د کوچيانو پر موټر شوې ده. د دې چاودنې نوعیت هم د سړک غاړې ماین بلل شوی.

ویل کیږي چې په دې چاودنه کې نهه تنه وژل شوي دي.

جمهورخبري اژانس


د مطلب کود: 170742

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com