طالبانو له ایران نه د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه وکړه

21 حمل 1403 ساعت 8:28

د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال د ایران د سفارت له مرستیال سره وکتل او له ایران څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.


د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال د ایران د سفارت له مرستیال سره وکتل او له ایران څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال ښاغلي نجاري سره وکتل.

دواړو لورو په هغه هېواد کې د هغو افغان حاجیانو لپاره چې سږ کال د حج فریضې ادا کولو ته ځي، د تګ راتګ پر اسانتیا خبرې وکړې.

د طالبانو د ډلې د کډوالو چارو د وزیر مرستیال له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرینو د کارټیلونو په بڼه د افغان کډوالو د راستنیدو او د نورو مشکلاتو د مخنیوي غوښتونکی شو.

د ایران د سفارت مرستیال په روان کال کې افغان حاجیانو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com