طالبان: د اسرایلو پر وړاندې د ایران پوځي اقدامات مشروع دفاع وه

26 حمل 1403 ساعت 14:49

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې پر اسرائیلو باندې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه دفاع کوي، وايي چې د اسرائیلو پر ضد د ایران پوځي اقدامات مشروع دفاع وه.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې پر اسرائیلو باندې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه دفاع کوي، وايي چې د اسرائیلو پر ضد د ایران پوځي اقدامات مشروع دفاع وه.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ (وري ۲۶ مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: صهیونیست رژیم د خپلو جنایتونو په دوام د سوریې پلازمینه دمشق کې د ایران سفارت په نښه کړ چې د ټولو ډیپلوماتیکو معیارونو او نړیوالو قوانینو خلاف وو.

بلخلي لیکلي، د اسرائیلو په خلاف د ایران اسلامي جمهوریت د تیرې شپې پوځي اقدامات له مشروع دفاع څخه دي.

طالبان وايي، د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې صهیونیستي رژیم د نورو هېوادونو د حریم په تر پښو لاندې کولو او د ناامنۍ په خپرولو سره په غزه کې د څه دپاسه ۳۳ زره ملکي وګړو نسل وژنې ته دوام ورکړی او په سیمه کې یې د ورانکارو کړنو د پارولو هڅه کړې ده.

طالبانو د نړۍ او سیمې له ټولو اغیزمنو هیوادونو وغوښتل چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي څو د کړکیچ د لا پراخیدو مخه ونیول شي.

جمهور خبري آژانس 


د مطلب کود: 171029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com