د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

27 حمل 1403 ساعت 11:31

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر ورکړی دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر ورکړی دی.

د پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان به نن دوشنبې د وري په ۲۷ مه اسلام اباد ته راشي.

ورځپاڼې زیاته کړې، شهزاده فیصل بن فرحان په دوو ورځو کې اسلام اباد ته سفر کوي او موخه یې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراخول دي.

پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم سعودي عربستان ته تللی و او هلته یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. 

له غونډې وروسته بن سلمان او شریف په پاکستان کې د سعودي عربستان د پنځه میلیارده ډالرو پانګونې د لومړۍ برخې د ګړندي کولو لپاره د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو ټینګار وکړ، چې مخکې پرې خبرې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان  د نغدو پیسو د کمښت په ګډون له سختو اقتصادي او مالي ازموینو سره مخ دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com