پاکستان د تورخم لاره د افغان ناروغانو پر مخ وتړله

28 حمل 1403 ساعت 8:42

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان حکومت یو ځل بیا له ویزې پرته د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم لاره تړلې ده.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان حکومت یو ځل بیا له ویزې پرته د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم لاره تړلې ده.

د چارواكو په وينا، دغه پوله د دوشنبې په ورځ د وري په ۲۷مه له غرمې وروسته د افغان ناروغانو پر مخ وتړل شوه.

دوی وايي، پاکستاني لوري تر اوسه د دغه اقدام لامل نه دی روښانه کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د کب په میاشت کې د تورخم دروازه د افغان ناروغانو پر مخ وتړله. خو څو ورځې وروسته یې د سرطان ناروغانو ته د ننوتو اجازه ورکړه.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله سلګونه ناروغان چې درملنه یې ستونزمنه وي، د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com