د روغتیا نړیوال سازمان:

افغانستان کې ۱۲۲۰ کسان د ساري ناروغیو له امله مړه شوي دي

28 حمل 1403 ساعت 9:36

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۲۰ کسان د ساري ناروغیو له امله مړه شوي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۲۰ کسان د ساري ناروغیو له امله مړه شوي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د وري په ٢٧مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په دې موده کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ٥٢٩٨١١ کسان د تنفسي ناروغيو په ځانګړې توګه د شري او اسهال په ناروغۍ اخته شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د شري او اسهال په ګډون په ساري ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې ۱۶ زره ۱۰۵ کسان په شري او ۲۶۵۹۷ کسان د اسهال په ناروغۍ اخته شوي دي.

راپور زیاتوي چې د شري ۸۰،۵ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال ۳۳۵۶۰ کسان په شري اخته شوي چې ۱۰۷۶ یې مړه شوي دي.

د راپور له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې په ۲۵۳ ولسوالیو کې ۱۳ کسان د نس ناستې له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په وروستیو اونیو کې د اسهال په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۱۱،۳ سلنه زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171088

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com