کندز: ترافیکي پیښه کې ۵ تنه ووژل شول

29 حمل 1403 ساعت 11:15

په کندز ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.


په کندز ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.

د کندز سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې دغه پېښه سه شنبې د وري ۲۸ مه د چهاردرې ولسوالۍ په «ارګانک» سیمه کې د یوه تېز موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو بل تن ټپي شوى دى.

ویل کېږي چې وژل شوي کسان درې وروڼه او د تره زوی دي.

سرچينې زياته کړې، چې يادو کسانو غوښتل بلخ ته د تفريح لپاره سفر وکړي.

د دې پېښې لامل بې احتیاطي بلل شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171134

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171134/

جمهور
  https://www.jomhornews.com