هرات کې د ماین چاودنه؛ ۵ ماشومان مړه او ژوبل شول

1 ثور 1403 ساعت 8:42

په هرات ولايت کې دجګړې په بهيرکې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله پنځه تنه ماشومان شهيدان او ټپيان شول .


په هرات ولايت کې دجګړې په بهيرکې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله پنځه تنه ماشومان شهيدان او ټپيان شول.

په هرات کې سرچينې وايي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د وري په ٣٠مه د دغه ولايت د زنده جان ولسوالۍ په "قلعه ريګ" سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د جګړې پر مهال له يو ځاى پر ځاى شوي ماين سره لوبې کولې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې له جګړې څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي تل له ماشومانو څخه قرباني اخلي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 171212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com