د طالبانو مشر ته نږدې یو چارواکی په پاکستان کې وژل شوی دی

1 ثور 1403 ساعت 8:45

په پاکستان کې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملابت الله اخندزاده ته نږدې یو چارواکی د دغه هېواد په کوټه ښار کې وژل شوی دی.


په پاکستان کې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملابت الله اخندزاده ته نږدې یو چارواکی د دغه هېواد په کوټه ښار کې وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو د جهادي لېسې مشر عمرجان اخندزاده د جمعې په ورځ د وري په ٣١مه په کوټه کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

سرچينې زياته کړې، چې دغه طالب چارواکي هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې د يوې ديني مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د ګډون لپاره کوټې ته روان و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اخندزاده وژنه غندلې او دا یې د «اسلام د دښمنانو» جنایت بللی دی.

د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171214

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171214/

جمهور
  https://www.jomhornews.com