د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو ۵ طالبان وژلي او ټپیان کړي دي

1 ثور 1403 ساعت 8:57

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو پر کاروان په برید کې د دغې ډلې ۵ تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو پر کاروان په برید کې د دغې ډلې ۵ تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د وري ۳۱ مه د کابل ښار د دوهمې حوزې اړوند حربي فابریکې ته څېرمه د طالبانو په رینجر برید وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه برید کې د طالبانو استخباراتي ځواکونه هغه مهال په نښه شول چې د امید سبز ښارګوټي ته د خلکو د کورونو د تلاشۍ او پلټنې په موخه روان وو.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ او مقاومت جبهې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 171222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com