د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال:

موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو

2 ثور 1403 ساعت 8:21

د اسلامي همکاريو د سازمان مرستيال طارق علي بخت د طالبانو د ډلې له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وويل چې دغه سازمان له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخوکې همکارۍ ته چمتو دى.


د اسلامي همکاريو د سازمان مرستيال طارق علي بخیت د طالبانو د ډلې له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وويل چې دغه سازمان له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخوکې همکارۍ ته چمتو دى.

طالبانو نن یکشنبې (د ثور ۲) په یوه بیان کې وویل چې مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو امارت د اسلامي همکاریو سازمان ته درناوی لري او د دغه سازمان د چارواکو د مشورو قدرداني کوي او غواړي. تر څو له افغانستان سره اړیکې پراخې شي.

طالبان ادعا کوي چې افغانستان د جګړې له پړاوه د حکومتوالۍ پر لور ګام اخيستى، نو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مرستې ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړه، په ګمبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته باید د اسلامي امارت استازي رابلل شي، ترڅو د دغه سازمان د مسوولینو نظریات او مشورې واوري او د افغانستان واقعیتونه دوی ته ورسوي.

طارق علي بخت په ګمبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان د پنځلسمې غونډې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه وویل: موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.

د اسلامي همکاريو د سازمان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون اجرائيوي رييس ډاکتر نورا الرشيد وويل چې موږ په افغانستان کې ښه پرمختګونه ليدلي دي او دا کار د افغانستان په اړه په رسنيو کې د هغه منفي انځور برعکس دى.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 171276

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com