بدخشان کې سیلابونو د سیمې اوسیدونکو ته درانه زیانونه اړولي دي

3 ثور 1403 ساعت 8:21

بدخشان کې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې سیلابونو ځايي اوسېدونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.


بدخشان کې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې سیلابونو ځايي اوسېدونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ثور په ٢مه، د بدخشان ولايت په يفتل ولسوالۍ کې له سختو بارانونو وروسته سيلابونه راوتلي، چې له امله يې ٣٠ کورونه او شاوخوا ١٠ دوکانونه ويجاړ شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، که څه هم د پرونيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کره شمېره نه ده معلومه. لسګونه نورې کورنۍ هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه راوتلي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171315

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171315/

جمهور
  https://www.jomhornews.com