په بدخشان کې تندر له امله يو ځوان ووژل شو

3 ثور 1403 ساعت 14:53

د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په شهر بزور ولسوالۍ کې د برېښنا د لګېدو له امله يو ځوان مړ شوى دى.


د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په شهر بزور ولسوالۍ کې د برېښنا تندر د لګېدو له امله يو ځوان مړ شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د چنګاښ په دويمه د شهربزرګ ولسوالۍ په کټک پايان کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې يو ١٥ کلن ځوان د برېښنا د لګېدو له امله سوځېدلى او مړ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وروستيو اورښتونو له امله د سېلابونو په ګډون ګڼو پېښو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com