د طالبانو ډله:

د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا له روښانېدو وروسته به خپل دریځ اعلان کړو

5 ثور 1403 ساعت 7:41

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کې ویلي، د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا له روښانېدو وروسته به دغه ډله خپل دریځ اعلان کړي.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کې ویلي، د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا له روښانېدو وروسته به دغه ډله خپل دریځ اعلان کړي.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه (د غوايي ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه لوري به د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو چې راتلونکې غونډه به په کابل کې ترسره شي او په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له خوا جوړېدونکې غونډه او پر سیمه ییزو مسایلو یې خبرې وکړې.

متقي ادعا وکړه، چې د سيمې له هېوادونو سره د طالبانو اړيکې مخ په پراخېدو دي او طالبان اوس د سيمې په نږدې ټولو هېوادونو کې فعال سفارتونه لري.

دغه طالبانو له روسیې سره د دغې ډلې اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې ملګری ملتونه  د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان اصلي واقعیتونه باید درک کړي او د افغانستان اوسنی وضعیت داسې نه دی چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ولري.

متقي زياته کړه، دغه ډله له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخته ده او د دوحې د غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له پوره وضاحت وروسته به خپل دريځ اعلان کړي.

کابلوف  وویل، د ملګرو ملتونو لپاره مهمه ده چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان په اړه یوه موافقه وشي او ټینګار یې وکړ چې دغه لړۍ د افغان حکومت له موافقې پرته کومه پایله نه شي لرلی.

کابلوف زیاته کړه، د نړۍ هېوادونه باید د څو اړخیزو اړیکو د میکانیزمونو پر ځای له افغان حکومت سره خپلې اړیکې د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې وساتي.

ښاغلي کابلوف ټینګار وکړ چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وباسي، پر طالبانو یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي او خپل مسوولیتونه پوره کړي.

باید وویل شي، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله پر طالبانو بندیزونه لګولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171406

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171406/

جمهور
  https://www.jomhornews.com