د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پر طالبانو د لا زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه

5 ثور 1403 ساعت 11:48

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د افغان ښځو د غږ د اورېدو لپاره باید پر طالبانو ډېر فشارونه واچول شي.


د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د افغان ښځو د غږ د اورېدو لپاره باید پر طالبانو ډېر فشارونه واچول شي.

دغه سازمان نن چهارشنبه د ثور په پنځمه د "سولې لپاره د څو اړخیزې او دیپلوماسۍ د نړیوالې ورځې" په مناسبت وویل چې "موږ له هر څو اړخیزه لوبغاړ غواړو داسې چاپېریال رامنځ کړي، چې د افغان مېرمنو غږ مستقیم په کې واورېدل شي او د افغان ښځو مالي ملاتړ یې تر شاه وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر افغان نجونو او ښځو سخت بندیزونه ولګول او له زده کړو، کار او سفر څخه یې منع کړل.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com