ذکیه وردک چې د طالبانو ملاتړي دیپلوماته ده، د هند د ممبۍ په هوايي ډګر کې د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو په قاچاق تورنه شوه.
ټایمز اف انډیا نن شنبه د ثور په ۱۵مه راپور ورکړ چې مېرمن وردک له دوبۍ څخه ممبۍ ته په یوه الوتکه کې د سرو زرو ۲۵ خښتې چې هر یو یې یو کیلو ګرامه وزن درلود، په یوه ځانګړي ترتیب شوي جاکټ، د زنګون پیډ، کمربند او په هغې کې پټ کړي وو.
راپور زیاتوي، چې دغه اندازه سره زر د مېرمن وردک د بدن د معاینې پر مهال کشف او ضبط شوي دي. خو هغه پخپله د دیپلوماتیک پاسپورت لرلو له امله نه دی نیول شوی چې دیپلوماتانو ته مصونیت ورکوي.
د راپور له مخې، د دغه افغان دیپلومات له خوا له دوبۍ څخه ممبۍ ته د سرو زرو د قاچاق په اړه پلټنې روانې دي.
په همدې حال کې مېرمن ذکیه وردک د جمهوریت له دورې راهیسې د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ په توګه دنده ترسره کوي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، هغه په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ طالبانو ته د سپارلو ملاتړ وکړ.
جمهورخبري آژانس