د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې موږ په ویره او امید سره د ایران د ولسمشر برخلیک تعقیبوو.
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان او ورسره یو شمېر نورو کسانو لېږدونکې چورلکه په وېره او تمه څاري او تمه ښيي چې د ژغورنې ډله وتوانېږی په بریالۍ توګه ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو ته نجات ورکړي.
طالبانو ویلي، چې د دې ډلې امارت په دې سختو شرایطو کې د ایران د ورور او ګاونډي هېواد له دولت او ملت سره شریک دی او هیله لرو، چې کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي.
د يادونې وړ ده، چې د ايران د ولسمشر سپرلۍ چورلکه پرون ماښام د دغه هېواد په ختيځ اذربايجان ولايت کې لوېدلې او د برخليک په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.
جمهورخبري آژانس