ملا برادر د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

3 جوزا 1403 ساعت 8:11

د طالبانو د ډلې پلاوی چې د دغې ډلې د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ په تهران کې د ایران د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسی د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.


د طالبانو د ډلې پلاوی چې د دغې ډلې د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ په تهران کې د ایران د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسی د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. 

طالبانو ویلي چې دغه پلاوي د ایران  له سرپرست ولسمشر ډاکتر مخبر د بهرنیو چارو له سرپرست او د پوځ له مرستیال علي باغي سره وکتل او د افغانستان د خلکو او د طالبانو د امارت د استازي په توګه یې د ایران له دولتي چارواکو او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172528

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172528/

جمهور
  https://www.jomhornews.com