د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د دوحې په دریمه ناسته کې د طالبانو د ګډون غوښتنه وکړه

3 جوزا 1403 ساعت 15:03

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو د ډلې له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل او د دوحې په دریمه غونډه کې یې د دغې ډلې د ګډون غوښتنه وکړه.


د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو د ډلې له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل او د دوحې په دریمه غونډه کې یې د دغې ډلې د ګډون غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ډلې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ملا برادر ویلي چې د طالبانو او قطر ترمنځ اړیکې باید هرڅومره پراخې او پیاوړې شي.

دغه غوښتونکي زیاته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه شته او قطري پانګوال کولای شي دلته په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي، ځکه د طالبانو امارت د بهرنیو پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي او له هغوی څخه پوره ملاتړ کوي.

  د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا هم وویل چې دوی به د دغه هېواد پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د همدې هدف لپاره به په نږدې راتلونکي کې قطري پانګوال کابل ته راشي.

الخلیفي زیاته کړه، دوی د قطر له نړیوال هوايي شرکت سره په ګډه کار کوي، څو د یوه منظم میکانیزم له مخې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

هغه په ​​دوحه کښې د افغانستان د خاصو استازیو په دریمه غونډه کښې د طالب ډلې د استازی د ګډون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: قطر د طالب ډلې د استازی په شتون کښې لېوالتیا لری، د دوحې دریمه غونډه به ګټوره نتیجه ترلاسه کړی. "

هغه وويل چې د طالبانو له استازي پرته به دا ډول غونډه بې ګټې وي او په دې اړه يې ملګرو ملتونو ته خپل دريځ روښانه کړى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172566

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172566/

جمهور
  https://www.jomhornews.com