ملګري ملتونه: په افغانستان کې سیلابونو ۸۰ زره کسان زیانمن کړي دي

6 جوزا 1403 ساعت 15:27

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۸۰ زره کسان زیانمن کړي دي.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۸۰ زره کسان زیانمن کړي دي.

دغه سازمان د يکشنبې په ورځ د غبرګولي په شپږمه په بدخشان ولايت کې د يوې کورنۍ د لسو غړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د راپورونو له مخې، په بدخشان کې پر انساني تلفاتو سربېره د استوګنې کورونه او سړکونه هم ويجاړ شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره شپه د بدخشان په مرکز کې له سخت باران وروسته د پنځو جوزونو سېلاب راووت او د فيض اباد ښار په "مورچک" کلي کې يې د يوې کورنۍ لس غړي وژلي وو.

د سمنګان ولایت د روی دواب ولسوالۍ په مرکز کې هم تېره شپه سېلابونو راوتو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

په دې وروستيو کې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه او ځاني زيانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172675

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172675/

جمهور
  https://www.jomhornews.com