بدخشان کې د دوو کلیو اوسېدونکو د سرو زرو د کان پر سر شخړه وکړه

9 جوزا 1403 ساعت 14:36

د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت د راغستان ولسوالۍ د دوو کليو اوسېدونکو د سرو زرو د يوه کان پر سر شخړه کړې ده.


د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت د راغستان ولسوالۍ د دوو کليو اوسېدونکو د سرو زرو د يوه کان پر سر شخړه کړې ده.

دغه شخړه د جوزا د مياشتې په اتمه نيټه د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ د "رباط" او "دير سياب" کليو د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوه.

ويل کيږي چې وسله والو طالبانو په دې جګړه کې لاسوهنه وکړه او د دوو کليو اوسيدونکي يې په مرميو وويشتل.

سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو طالبانو د ډزو په پايله کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172824

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172824/

جمهور
  https://www.jomhornews.com