د طالبانو استخباراتو په ننګرهار کې د یوې مرستندویه موسسې پر دفتر برید کړی

24 میزان 1403 ساعت 14:04

په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې مرستندويه موسسې (ورلډ) پر دفتر وسله والو طالبانو بريد کړى دى.


په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې مرستندويه موسسې (ورلډ) پر دفتر وسله والو طالبانو بريد کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د تلې په ٢٤مه په جلال اباد ښار کې د نوموړي پر دفتر بريد وکړ، چې د دې ادارې د مشر ګلزاده مومند د نيولو په موخه يې ونيول.

سرچينې په دې اړه څه ونه ويل، چې وسله وال طالبان د مومند په نيولو بريالي شوي او که نه.

د يادونې وړ ده، چې دغه مرستندويه موسسه د ننګرهار په ډېرو ولسواليو کې استازي لري او د دغه ولايت ډېره برخه تر خپل مرستندويه پروګرام لاندې تر پوښښ لاندې راولي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو استخباراتو له دې وړاندې هم د دې ادارې يو مسوول ډاکټر عبدالله عزيزي نيولى او بندي کړى دى.

تر اوسه د طالبانو موخه نه ده معلومه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176549

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176549/

جمهور
  https://www.jomhornews.com