په ۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل شوی دی

24 میزان 1403 ساعت 19:25

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی دی.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سه شنبه د تلې ۲۴ او سبا په بدخشان، نورستان، تخار، پنجشیر، بغلان، کندز او بلخ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د ورېدو اټکل شوی دی.

د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي. په اعلاميه کې دا هم راغلي چې د سالنګ په ګډون په لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د ورېدو امکان شته.

د اعلامیې له مخې په بېلابېلو ځایونو کې د باد سرعت هم په ساعت کې د ۵۰ او ۷۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176577

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176577/

جمهور
  https://www.jomhornews.com