سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې د امارت د استازي حضور یوه اړتیا ده

15 ثور 1404 ساعت 8:17

په قطر کې د طالبانو د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي.


په قطر کې د طالبانو د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  شاهین په ملګرو ملتونو کې، د طالبانو د استازي حضور یوه اړتیا بولي او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتوالی کولای شو، د بېلابېلو مسایلو لپاره حل پيدا کړي.

دی وايي،په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور، یوه اړتیا او د اسلامي امارت حکومت یو حق دی او د استازي له حصور سره کولای شو د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره حل لار پیدا کړو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com