خلفان: عرب سوداګر به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو

17 ثور 1404 ساعت 11:30

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان او مل پلاوي یې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده سره کتلي دي.


د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان او مل پلاوي یې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ اړوند د وروستیو پرمختګونو، دوه اړخیزو همکاریو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان ژمنه کړې چې هڅه به کوي چې عرب سوداګر د افغانستان د وسپنې پټلۍ برخه کې پانګونې ته را جلب کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com