د طالبانو لوی درستیز د بدخشان سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

18 ثور 1404 ساعت 18:29

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې مشر د بدخشان د یمګان ولسوالۍ سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې مشر د بدخشان د یمګان ولسوالۍ سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزارت نن پنجشنبه (د غوايي ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ډلې د درستیزانو مشر فصیح الدین فطرت، د ۲۱۷ قول اردو قوماندان امان الدین منصور او د بدخشان والي محمد ایوب خالد سره یوځای د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه.

دغه طالب جنګیالي له زیانمنو شویو خلکو سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د طالبانو امارت به په ټول قوت سره د خپلو خلکو تر څنګ ودریږي او د سړکونو، ویالو د پاکولو او اړینو مرستو په برخو کې به اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182101

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182101/

جمهور
  https://www.jomhornews.com