چین او پاکستان له طالبانو سره ګډه غونډه کوي

20 ثور 1404 ساعت 9:02

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي.


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد صادق خان د چین له ځانګړي استازي سره د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی. ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شي.

د دغې درې اړخیزې غونډې موخه د هغو خبرو تعقیب ښودل شوی، چې درې واړو هېوادونو پرې مخکې په درې اړخیز میکانیزم کې خبرې کړي او په ګډو سیاسي او اقتصادي همکاریو پکې خبرې کېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182122

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182122/

جمهور
  https://www.jomhornews.com