کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی کوچنی بازار جوړ شوی

20 ثور 1404 ساعت 9:04

په کابل کې یوې متشبثې ښځې د ښځو لپاره یو ځانګړی کوچنی بازار جوړ کړی دی.


په کابل کې یوې متشبثې ښځې د ښځو لپاره یو ځانګړی کوچنی بازار جوړ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کوچنی بازار چې د پنجشنبې بازار او جمعې بازار په نوم جوړ شوی، د هغو ښځو د محصولاتو د پلور لپاره رامنځته شوی، چې کوچني کاروبارونه لري.

په دغه بازار کې چې پلورونکې یې ټولې ښځې دي، په ۷۰ غرفو کې، ترشي باب، خوراکي توکي، لاسي صنایع او جامې پلورل کېږي.

د دغه بازار مسووله وايي، که ترې ملاتړ وشي، کولی شي، لا پراخ بازارونه جوړ او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com