کوچیان: طالبان دې زمونږ ستونزو ته رسېدنه وکړي

24 جوزا 1404 ساعت 10:34

د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د طالبانو د حکومت له مسوولینو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.


د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د طالبانو د حکومت له مسوولینو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان‌وردګ، بامیان، غزني او ننګرهار ولایتونو سلګونه کوچیانو پرون د ناوړه دودونو لمنځه وړلو په موخه د لوګر مرکز پُل‌علم کې یوه لویه ولسي غونډه وکړه.

دغې غونډې ته د کوچیانو استازي او قومي مشر سالم جان نعیم‌زوی وویل، کوچیان له اوسني نظام ملاتړ کوي، خو اړتیا ده چې د طالبانو حکومت د دوی د سرپناه، روغتیا، پوهنې، کرنې، څړځایونو او حقوقي شخړو په برخه کې شته ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 183060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com