فراه کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې

10 سرطان 1404 ساعت 12:07

د فراه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلا بېلې کرنیزې پروژې پلې شوې دي.


د فراه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلا بېلې کرنیزې پروژې پلې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د فراه ولایت د مرکز په ګډون په فراهرود، پشترود او بالا بلوک ولسوالیو کې ګڼ شمېر کرنیزې پروژې چې په کې د کانالونو، سربندونو، استنادي دېوالونو، چکډېمونو او پلګوټو جوړول شامل دي پلې کړې دي.

مسوولین زیاتوي د یو شمېر نورو کرنیزو پروژو چارې اوس هم روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183539

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183539/

جمهور
  https://www.jomhornews.com