دلاور: سېلاب‌ځپلو ته د مرستو لړۍ نورو ولایتونو ته هم غځېږي

11 سرطان 1404 ساعت 10:51

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور لوګر ته د سفر په ترڅ کې د محمداغې او ازرې ولسوالیو په شاوخوا ۲۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشلې.


د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور لوګر ته د سفر په ترڅ کې د محمداغې او ازرې ولسوالیو په شاوخوا ۲۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، لوګر کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ‌شمېر هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او اړتیا ده چې د حکومت سربېره نړۍوال بنسټونه هم د سېلاب‌ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

نوموړي ویلي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست له لوري په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلاب‌ځپلو کورنیو سروې پيل شوي او ډېر ژر به په یادو کورنیو هم مرستې ووېشل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183577

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183577/

جمهور
  https://www.jomhornews.com