یو اېس اې ای ډي؛ خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي

11 سرطان 1404 ساعت 10:53

د راپورونو له مخې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډي» چې له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې پراختیایي، بشري او ټولنیزې مرستې کولې، خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون د دغه ادارې د رسمي تړلو له اعلان سره سم وویل، چې د امریکا د څو لسیزو بهرنۍ مرستې د دغه هېواد لپاره کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې.

د راپورونو له مخې، د دغه ادارې د بندولو پرېکړه د امریکا حکومت له خوا وروستۍ شوې او دا پروسه په رسمي ډول بشپړه شوې ده.

یو اېس اې ای ډي خپلو کارکوونکو، همکارو ادارو او نړۍوالو شریکانو ته خبر ورکړی، چې نور به یې فعالیت دوام ونه لري.

جمهورخبري آژآنس

د مطلب کود: 183578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com