د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې د کندهار سپینبولدک امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر څلورو ورځو بندیان وو.
بلخوا د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې هلته د «POR» کارتلرونکو افغانانو د پاتېکېدو موده تېره دوشنبې پایته رسېدلې، او تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.
د راپورونو له مخې چې تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د دغو راجسټر د تثبیت کارتلرونکو موده به وغځول شي او که نه.
باید وویل شي چې تر دې مخکې پاکستاني حکومت اراده لرله چې د «پياوار» کارتلرونکو افغانانو د پاتېکېدو موده له دریو تر شپږو میاشتو پورې وغځوي.
دا راپورونه داسې مهال دي چې له څه مودې راپدېخوا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي، او د دې ترڅنګ په یاد هېواد کې د افغانانو نیولو او بنديکولو راپورونه هم زیات ورکول کېږي.
د ویلو ده چې پر پاکستان سربېره له ایران څخه هم د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو پنځو ورځو کې له یاد هېواده تر سلو زرو ډېر افغانان راستانه شوي دي.
جمهورخبري آژانس