د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه مرکه کې ومنله، چې د فردو اټومي تاسیسات د امریکا په وروستیو بریدونو کې سخت زیانمن شوي او اوس مهال د کارولو وړ نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموږي زیاته کړې، د فردو د وضعیت په اړه دقیق معلومات نشته، خو دا چې “د زیان کچه خورا پراخه او جدي وه.” عراقچي دا هم زیاته کړه چې د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د زیان ارزونه کوي او وروستی راپور به حکومت ته وسپارل شي.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د عمومي ریس رافیل ګروسي د څرګندونو په ځواب کې، چې ویلي یې وو چې ایران کولی شي په څو میاشتو کې د غني کولو کار بیا پیل کړي، هغه دا ارزونه د ایران د اصلي غني کولو پوهې ته په پام سره سمه وبلله.
عراقچي ادعا وکړه، چې دا ټیکنالوژي له بهر څخه نه ده وارد شوې او د بمبارۍ له لارې نشي ویجاړ کېدایی.
هغه دا هم وویل چې ایران کولی شي ژر تر ژره زیان ترمیم کړي او تاسیسات بیا جوړ کړي، ځکه چې هغه ادعا وکړه چې ایراني ساینس پوهانو پرمختللې اټومي ټیکنالوژي لري.
خو د پنټاګون یو محرم راپور چې د واشنګټن پوسټ لخوا خپور شوی ښيي چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي پروګرام یوازې څو میاشتې وځنډاوه، نه یې ویجاړ کړ.
جمهورخبري آژانس