ټرمپ: اسراییل په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند منلی

11 سرطان 1404 ساعت 14:59

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې اسراییل په غزه کې ۶۰ ورځني اوربند منلی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې اسراییل په غزه کې ۶۰ ورځني اوربند منلی دی.

د جمهور آژانس د خبر لهم خې دا پرېکړه د ټرمپ د استازو او اسراییلي چارواکو ترمنځ د اوږدې او اغېزناکې غونډې وروسته وشوه.

ټرمپ دا هم ویلي، چې اوربند د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټولو خواوو سره د کار کولو فرصت برابروي. هغه له حماس څخه وغوښتل چې د دوی وروستی وړاندیز ومني، او خبرداری یې ورکړ چې د دې رد کول به په منځني ختیځ کې وضعیت ښه نه کړي، بلکې خراب به یې کړي.

ټرمپ د دې تړون په منځګړیتوب کې د قطر او مصر د رول ستاینه هم وکړه، او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه به حماس ته وروستۍ وړاندیز وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو راتلونکې دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 183591

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183591/

جمهور
  https://www.jomhornews.com