طالبانو  د ۶۰ ښارګوټو جوړولو لپاره له ۹۴۰۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه ځانګړې کړې ده

16 سرطان 1404 ساعت 10:58

د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت اعلان کړی چې دې ډلې د راستنیدونکو لپاره د ۶۰ ښارګوټو د جوړولو لپاره ۹۵۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.


د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت اعلان کړی چې دې ډلې د راستنیدونکو لپاره د ۶۰ ښارګوټو د جوړولو لپاره ۹۵۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت ویاند کمال افغان تېره شپه (د چنګاښ ۱۶مه)) وویل چې تر اوسه پورې د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۶۰ ښارګوټو کې له ۹۴۰۲۷ جریبه څخه زیاته ځمکه د دې هدف لپاره ځانګړې شوې ده.

طالبانو وویل چې زموږ ولایتي کمېټې لاهم د هغو کډوالو لپاره د ځمکو د پیژندلو او سروې کولو لپاره کار کوي چې په زوره راستنیږي او یو منظم او مفصل پلان چمتو کوي، چې وروسته به د لیست پر بنسټ ځمکې وویشل شي.

د هغه په ​​وینا، د ښاري پراختیا وزارت او د کډوالو عالي کمیسیون تر دې دمه د نږدې ۸۰۰۰۰ راستنیدونکو کورنیو لیست دې وزارت ته سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com