په بامیان ولایت کې د یوې خیریه موسسې لخوا ۱۱ کوچنیو متشبثینو ته د کاري وسایلو ویش

19 سرطان 1404 ساعت 9:53

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې د آغا خان خیریه بنسټ ۱۱ کوچنیو متشبثینو ته د کاري وسایلو ویش کړی دی.


د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې د آغا خان خیریه بنسټ ۱۱ کوچنیو متشبثینو ته د کاري وسایلو ویش کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تیره شپه ناوخته (دچنګاښ ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ، د آغا خان بنسټ ۱۱ کوچنیو متشبثینو ته چې د لبنیاتو پروسس، خیاطۍ او لاسي صنایعو په سکتورونو کې کار کوي د کار وسایل ویشلي دي.

د هر متشبث لپاره، د لبنیاتو د پروسس سکتور کې ۱۴ توکي، د خیاطۍ سکتور کې ۲۱ توکي او د لاسي صنایعو په سکتور کې ۱۹ توکي ویشل شوي، چې ټولټال ۸۵۸۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.

د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم له نورو مرستندویه سازمانونو څخه وغوښتل چې په بیلابیلو سکتورونو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183792

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183792/

جمهور
  https://www.jomhornews.com