د آزادۍ جبهه: کابل کې مو ۷ طالبان مړه او ټپیان کړل

22 سرطان 1404 ساعت 9:50

د افغانستان د آزادۍ جبهه په کابل کې د جبهې په دوو یو وخت عملیاتو کې د ۷ طالب جنګیالیو د وژلو او ټپي کولو اعلان وکړ.


د افغانستان د آزادۍ جبهه په کابل کې د جبهې په دوو یو وخت عملیاتو کې د ۷ طالب جنګیالیو د وژلو او ټپي کولو اعلان وکړ.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې، د افغانستان د آزادۍ جبهې د رسنیو دفتر نن، د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د جولای په ۹مه، د شنبې په ماښام په کابل کې په دوو جلا عملیاتو کې د دوی ۳ تنه ووژل او د ډلې د ملېشو ۴ نور غړي یې ټپیان کړل.

لومړی عملیات د کابل د ۱۶مې امنیتي حوزې په پاچا پل ته نږدې د طالبانو د مرکزي دفتر په وړاندې ترسره شول، چې له امله یې د ډلې د ملېشو یو غړی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

په دوهم عملیاتو کې، د جبهې جنګیالیو د کابل ښار د پولیسو د مرکزي دفتر ته څېرمه د طالبانو په یوه پوسته کې دوه طالب ملېشې ووژلې او دوه نور یې ټپیان کړل.

په دې دوو عملیاتو کې د آزادۍ جبهې ګوریلا ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې په تیرو څلورو کلونو کې د رسنیو د سخت سانسور په پلي کولو سره، د دې عملیاتو هیڅ یو یې عام نه دی کړی او پټ یې کړی دی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 183865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com