طالبانو د نورستان د بیروج ډبرې ۱۶۵ کیلوګرامه وپلورلې

23 سرطان 1404 ساعت 15:21

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نورستان ولایت څخه د ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې د پلور اعلان وکړ.


د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نورستان ولایت څخه د ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې د پلور اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې ( د چنګاښ ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ څخه ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبره په یوه پرانیستې داوطلبۍ کې په ۱۲۰ ملیون افغانیو پلورلې ده.

د وزارت په وینا، د ټول مقدار څخه ۱۲ ملیون افغانۍ د حکومت ونډه وه او پاتې نور یې د کانونو شرکتونو ته ځانګړې شوې وه.

طالبانو وویل چې دا لومړی ځل دی چې د نورستان له کانونو څخه استخراج شوي یاقوتونه هم پلورل شوي دي.

د طالبانو ډله د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پورې اړوند داوطلبۍ کې د ځان لپاره لس سلنه عاید ځانګړي کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com